د «ایکنا» د راپور له مخې، دغه سیالۍ د الازهر د مصري او غیر مصري محصلینو لپاره ځانګړې دي، او د الازهر د فارغالتحصیلانو نړیوال غورځنګ او د ابوالعینین خیریه بنسټ د دوه اړخیزې ملګرتیا په چوکاټ کې ترسره شوې، څو د ځوانو او نوښتګرو قرآني استعدادونو ملاتړ وشي.
د الازهر د فارغالتحصیل نړیوال تنظیم د رسنیو مدیر او د سیالیو ناظر، سعد المطعنی، وویل چې دغه غورځنګ د محصلینو قرآني استعدادونو د ملاتړ لپاره د «نیک غږونه»نومې سیالیو په څېر اقدامات ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې د خیریه بنسټ سره همکاري د دې تنظیم ژمنتیا څرګندوي چې د الازهر بهرنیو او مصري محصلینو ملاتړ وکړي او هغوی ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو فرصت برابر کړي
دغه سیالۍ د مصر په «شیخ زاید» د عربې ژبې د غیر عربي ژبو مرکز کې ترسره کېږي او دوه ورځې دوام لري.

د دغو سیالیو په موخو کې ؛د الازهر د محصلینو او فارغالتحصیلانو ځانګړي اوغوره غږونه پېژندل. د هغوی هڅول چې په تلاوت کې نوښت وکړي،د الازهر د منځن لارې او اعتدال د رسالت پیاوړتیا شامله ده .
د یادونې وړ ده چې د ابوالعینین خیریه بنسټ یو خپلواکه ټولنیز او خیریه اداره چې په ۲۰۰۱ کال کې د مصر د «کلئوپاترا» ډلې لخوا جوړ ه شوې.دغه بنسټ تر دې دمه د مصر د ټولنې د ملاتړ لپاره ګڼ شمېر روغتیایي، تعلیمي او ټولنیزې پروژې ترسره کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4317905